د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د کشمیر په اړه له هند سره رامنځته شوي کړکېچ ته په اشارې ویلي، د دوی امن غوښتل په دې معنا نه ده، چې ګنې اسلام اباد کمزوری دی.
هغه زیاته کړې، د پاکستان پوځ هند ته قوي ځواب ورکړ او په راتلونکي کې هم دا توان لري.
نوموړي دا څرګندونې د (غبرګولي لومړۍ) نېټه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته د (مارشالۍ رتبې) د ورکړې پر مهال کړي دي.