شهباز شریف په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر بس د چاودنې د پړې ګوته هند ته ونیوله

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان په خضدار کې د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو په بس برید وغانده.
هغه ویلي: «د هند په ملاتړ د ترهګرو له‌خوا د زده‌کوونکو په بس برید کې د بې ګناه ماشومانو وژنه د تعلیم په وړاندې د دوی د دښمنۍ روښانه ثبوت دی.»

پي‌ټي‌وي د نوموړي په حواله لیکلي، چې پاکستان به په بلوچستان کې د هند له ملاتړه برخمن وسله‌وال له منځه یوسي او د دوی ناوړه ارادې به شنډې کړي.
هعه د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته یې د پېښې په اړه د څېړنو سپارښتنه کړې ده.
نن سهار د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر یوه بس چاودنه شوې.

د راپورونو له مخې؛ په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې د اتو کسانو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپیانېدو خبرونه ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو