اکسیوس: نتنیاهو له ایران سره د مذاکراتو ناکامۍ او د ټرمپ له‌خوا د برید اجازې ته په تمه دی

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۱

د اکسیوس د راپور پر بنسټ ، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو ناکامېدو ته په تمه دی.

نوموړی هیله‌من دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه بهیر ناهیلی شي او اسراییل ته اجازه ورکړي څو پر ایران برید وکړي.

دوو اسراییلي سرچینو یادې رسنۍ ته زیاته کړې، چې اسراییل اوسمهال د واشنګټن او تهران ترمنځ د مذاکراتو ناکمېدو په صورت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.

همداراز، دغو سرچینو تایید کړې چې د اسراییل پوځ پوځي تمرین او اړین چمتووالی پیل کړی او امریکا هم د دغه وضعیت څارنه کوي.

نور خبرونه

رادیو