نتنیاهو: حماس لېږل شوې مرستې غلا کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو غزې ته د مرستو لېږلو ته په اشارې وایي، چې حماس ډله د خپلو ځواکونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لېږل شوې مرستې غلا کوي.
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې له یوولسو اوونیو راهیسې غزې ته د مرستو د لېږلو لارې په بشپړه توګه بندې وې.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، که څه هم د کرم شالوم له لارې محدودې مرستې غزې ته داخلې شوې دي، خو تر اوسه پورې په غزه کې هېڅ بشري مرسته وېشل شوې نه ده.
اخوا یو شمېر اسراییلیانو بیا غزې ته د مرستو پر لېږلو اعتراض کړی او د مرسته رسوونکو لاریو پروړاندې یې لاره بنده کړې وه.
خو اسراییلي ځواکونو دغه معترضین د کرم شالوم په پوله ونیول ترڅو مرستې غزې ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو