د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو د نه خوندیتوب له امله د نړۍ د نهو هېوادونو په کتار کې دویم ځای خپل کړی و.
د دغه پروګرام په وینا، په افغانستان کې په تېر زېږدیز کال کې ۳.۶ مېلیونه کسان د ناخوندي خوړو له بېړنۍ کچې سره مخ وو.
د دغه سازمان د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان وروسته له سوډان څخه د نهو هېوادونو له ډلې په دویم کتار کې راغلی و.