د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي د خپاره شویو معلوماتو لهمخې، د مې میاشتې له ۱۱مې راهیسې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د بېپیلوټه الوتکو د شپږو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د رحیم وزیر په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
ویل کېږي، چې په ټپیانو کې شپږ ښځې او ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.
د دغه غورځنګ فعالانو د پښتنو په مېشتو سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې په دې بریدونو کې ملکيان تر ټولو ډېر زیانمن کېږي.
ورته مهال، پېژندل شوي پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د دې وضعیت په غبرګون کې پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي:«که چېرې د رسنیو ملګري له مبارکیو ویلو لږ فارغ شي، نو ښه به دا وي چې د خېبرپښتونخوا د هغو ډرون بریدونو هم پوښتنې وکړي، چې پر خلکو شوي او د هغو پلرونو پر حال هم فکر وکړي چې د خپلو کوچنیانو درنې جنازې په اوږو وړي.»
د یادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې خېبرپښتونخوا په ځانګړې ډول وزیرستان سیمه د ترهګرۍ په نوم د پاکستاني پوځ د پرلهپسې هوايي بریدونو شاهده ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د همدې بریدونو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته له ځوابویلو ډډه وکړه.