په اسراییل کې د هند سفیر جي پي سېنګ وايي، چې د سېندور عملیات درول شوي؛ خو ختم شوي نه دي.
هغه له پاکستان نه غوښتي، چې د هند په وروستیو پېښو کې ښکېل «ترهګر» ور وسپاري او خبرداری یې ورکړی چې د پولې هاخوا «ترهګري به له تهاجمي اقداماتو سره مخ شي.»
هغه له اسلام اباده غوښتي، چې حافظ سعید، ساجد میر او ذکي الرحمان لکهوي ور وسپاري.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د اسراییل ۲۴ شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
ښاغلي سېنګ ویلي، چې د سېندور عملیاتو په پیل کې هند په پاکستان کې د «ترهګرو مرکزونه» په نښه کړل.
هغه زیاته کړې، چې د هند سېندور عملیات د «ترهګرو ډلو» او د هغوی د مرکزونو پر وړاندې وو؛ خو پاکستان یې په ځواب کې د هند پر پوځي تاسیساتو برید وکړ.
هغه پاکستان سره د اوبو تړون ځنډولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زموږ لومړي وزیر دا روښانه کړې ده، چې وینه او اوبه یوځای نه شي بهېدای.»
ښاغلي سېنګ زیاته کړه، چې د ترهګرۍ لپاره د پاکستان د دوامداره ملاتړ په اړه په هند کې د خلکو نارضایتي د دې لامل شوه چې دغه تړون وځنډول شي.