طالبان وایي، نړۍوال بانک افغانستان کې پر دوی د «پاتې پورونو» د ورکړې بهیر پیلوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۹

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د نړۍوال بانک دفتر په کابل کې پرانېستل شوی او اوس هغو شرکتونو ته چې ترې «پوروړی» دی؛ د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پیلوي.

د (غويي ۲۹مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي‌، چې دغه بانک له بېلابېلو لوژېستیکي او ودانیزو شرکتونو څخه «۵۰ مېلیونه امریکایي ډالره» پوروړی دی.

یاد بانک به نن د «۱۰.۸ مېلیونه ډالرو» پورونو د ورکړې بهیر په مستقیمه توګه پیل کړي او‌ پاتې نور «۳۹.۱۱ مېلیونه» به په درېیو پړاوونو کې د طالبانو مالیې وزارت له لارې ورکړي.

د طالبانو دغه وزارت د دغه پورونو د ورکړې بهیر ستر مالي پرمختګ ګڼلی او ډاډ یې څرګند کړی، چې له دې سره به د نړۍوال بانک له لوري پراختیایي پروژې یو ځل بیا پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له هېواده د بهرنیو موسساتو او ځواکونو په وتلو سره پخواني افغان قراردادیان له سختو ستونزو سره مخ شوي.

نیوکې دا دي، چې د ودانیزو چارو تر څنګ په لوژېستیکي برخو کې د افغان شرکتونو پورونه پر بهرنیو ځواکونو او موسساتو پاتې دي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان هم د هغو شرکتونو پیسې نه ورکوي چې د پخواني حکومت پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې پروژې ترسره کړې دي او دولت یې پوروړی پاتې شوی دی.

نور خبرونه

رادیو