د ایران اوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د یو پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ماښام د (غويي ۲۸مه) تهران ته رسېدلی دی.
د دغه سفر موخه د منرالونو په نړۍوال کنفرانس کې د طالبانو د دغه وزیر ګډون ښوول شوی.
هممهاله د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تهران ته د «ایران فورم» خبرو اترو لپاره تللی او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم ناسته کړې ده.
دواړه خواوو په اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د هلمند اوبو پر سر خبرې کړې دي.