اسراییلي چارواکي وایي، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به د ترسره کېدو اجازه ورنه کړي.
ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې د اردن، مصر، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو وزیران برخه واخلي.
یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پارونکې غونډه کې برخه واخلي چې اسراییل به یې مخنیوی وکړي.»
دغه چارواکي زیاته کړې: «دا ډول دولت به بې له شکه د اسراییل پر ځمکې کې یو ترهګر دولت شي. اسراییل به د داسې اقداماتو سره همکاري ونه کړي، چې موخه یې د اسراییل او د هغه امنیت ته زیان رسول وي.»