د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر وایي، چې حماس د برمته شویو کسانو د خوشې کولو د ردولو په صورت کې به د جګړو د دوام مسوول وي.
نوموړي د حماس له لوري پر ځمکه د وسلو پر نه اېښودو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د حماس دغه اقدام به په غزه کې د جګړې دوام ته لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس بیا ویلي په غزه کې یې د اوربند په اړه د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړی.
دغې ډلې په یوې بیانیه کې زیاته کړې، چې دوی چمتو دي څو د اسراییل د لسو ژوندي پاتې شویو یرغمل شویو او د اتلسو نورو مړي ور وسپاري.
دغې ډلې بیا په دې اړه څه نه دي ویلي، چې وسلې به پر ځمکه کېږدي او که نه.
له دې سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي، دی باوري دی چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ډېر ژر اعلان شي.