واشنګټن پوسټ د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا کسانو اسراییل ته ویلي، چې که د غزې جګړه پای ته ورنهرسوي، ملاتړ به یې پرېږدي.
له دې سره، العربیه هم ویلي دي چې ټرمپ اسراییل ته دوه ګزینې ورکړي: «یا جګړې پای ته ورسوئ یا به یې امریکا پرېږدي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غزې په شمالي او سوېلي سیمو کې یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.
دغه اعلان په قطر کې د اسراییل او حماس ترمنځ په غیرمستقیمو خبرو کې د پرمختګ نشتوالي سره هممهاله شوی..