غزه کې د جګړې له پېله تر «۲۰۰سوو» ډېر خبریالان وژل شوي

۴ ساعتونه مخکې

د ترکیې انادولو اژانس د فلسطین حکومت د رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی، چې په غزه کې له نږدې دوه کالو راهیسې د روانې جګړې پر مهال «۲۲۶خبریالان» وژل شوي دي. راپور زیاتوي، تېره ورځ هم پر یو روغتون د اسراییل د برید له امله څلور خبریالان وژل شو‌ي دي.

د فلسطین حکومت په خبرپاڼه کې د دغو خبریالانو نومونه سمیر الرفاعي، سلیمان حجاج، ‌احمد قلجه او اسلام بدر ښوول شوي دي. همدا راز د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو د ژورنالېستانو له ټولنې غوښتنه شوې، څو د اسراییل دغه ډول بریدونه وغندي.

نور خبرونه

رادیو