د اسراییل وروستیو بریدونو کې د یحیی سنوار ورور او درې ورېرونه یې ووژل شول

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۹

پر غزې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار ورور زکریا سنوار او درې ورېرونه یې وژل شوي دي.
د فلسطین د رسنیو مرکز ویلي، چې د سنوار د کورنۍ یاد غړي په نصیرات سیمه کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، زکریا سنوار د غزې په اسلامي پوهنتون کې د تاریخ څانګې استاد و.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل پوځ بیا اعلان کړی چې د غزې په شمالي او سوېلي سیمو کې یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.
د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د یوې شپې په اوږدو کې د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳۰ فلسطینیان وژل شوي، چې زیات شمېر یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د مرګ ژوبلې شمېر د جګړې له پیل راهیسې خورا لوړ شوی او د سیمې روغتیايي چارواکي وایي، تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۳ زرو تنو اوښتی..

نور خبرونه

رادیو