د هند د کرکټ بورډاعلان کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د اسیا کرکټ شورا له ټولو لوبو سره پرېکون کوي. دا ګام د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکیچونو په رڼا کې اخیستل شوی دی.
یوې سرچینې انډین اکسپریس ته ویلي چې دا پریکړه د پاکستان کرکټ د منزوي کولو هڅه ده.
د اسیا د کرکټ شورااوس مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر هم دی، په مشرۍ روانه ده.
د هند د کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي: «هندی ټیم نشي کولی په داسې سیالۍ کې برخه واخلي چې مشر یې د پاکستان یو وزیر وي».
دې پرېکړې په سپټمبر میاشت کې د هند په کوربه توب د نارینه وو اسیا کپ د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. د دې ټورنمنټ ګډونوال هیوادونه هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا او افغانستان دي، خو اوس د دې سیالیو ترسره کېدل په شک کې دي.
د سرچینو په وینا، هندی بورډ پوهیږي چې له هند پرته د اسیا کپ ټورنمنټ نه یوازې په اقتصادي لحاظ ګټور نه دی، بلکې د هند-پاکستان سیالي چې ډېر لیدونکي لري هم پکې نه شي ترسره کېدای، چې د خپروونکو او سپانسرانو لپاره جذابیت کموي.
د اسیا کرکټ شورا پنځه بشپړ غړي هر یو د عوایدو ۱۵ سلنه برخه ترلاسه کوي او پاتې برخه د نورو غړو ترمنځ ویشل کیږي.
تېر کال، د هند-پاکستان کړکیچونو له امله، هند د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ کې پاکستان ته له سفر کولو انکار وکړ او خپلې لوبې یې په سریلانکا کې وکړې. پاکستان هم ونه توانېد چې فاینل ته ورسیږي او هند د سریلانکا پر وړاندې اتلولي خپله کړه.
دا لړۍ په ۲۰۲۴ کې د ای سي سي په اتلانو جام کې هم تکرار شوه چې د پاکستان په کوربه توب وشو.