زلمی خلیلزاد: پاکستان دې په کور دننه او بهر کې د عمران له خوشې کېدو ګټه واخلي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۷

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان دې په کور دننه او بهر کې د عمران خان له خوشې کېدو څخه ګټه واخلي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د خان خوشې کېدل «انصاف او سم کار دی.

خلیلزاد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) دغه راز زیاته کړې: «هیله لرم، چې د عمران خان د ژر خوشې کېدو راپورونه رښتيا وي.»

د هغه په خبره، د پاکستان په حساس وخت کې دننه او بهر باید دغه هېواد د خان له خوشې کېدو ګټه واخلي.

نوموړي تر دې وړاندې له پاکستان څو ځلې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال زنداني دی ازاد کړي‌.

له دې سره، جیونیوز بیا د هند او پاکستان د ترينګتياوو پرمهال ویلي و، چې پر پاکستان د هند د بریدونو له امله د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی او د موقتي خوشې کېدو لپاره یې غوښتنه شوې.

د نوموړي د خوشې کېدو په اړه د اسلام اباد محکمې ته عریضه وړاندې شوې.

یاده دې وي، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې راهیسې په بند کې دی.
نوموړی له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د فساد په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
دا د نوموړي خلاف څلورمه لویه قضیه ده، چې پرې محکوم شوی دی.
هغه تر دې وړاندې د دولتي ډالیو پلور، د دولتي رازونو افشا کولو او ناقانونه واده پورې په اړوندو درېیو قضیو محکوم شوی و.
خو عمران خان د هغه پر ​​وړاندې ټول تورونه رد کړي او هغه سیاسي انګیزه یادوي.

نور خبرونه

رادیو