د انډیا ډاټ کام په نوم یوې هندي رسنۍ ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې نورې د پخوا په څېر خوږې نه دي پاتې او وايي، هند په دې هڅه کې دی، چې له طالبانو سره اړیکې نږدې او پاکستان څنډې ته کړي.
دغه رسنۍ باور لري، چې هند د دغې نوې سیاسي لوبې پر مټ غواړي پاکستان منزوي کړي.
د راپور له مخې، دغه ترینګلتیاوو هند ته دا فرصت ورکړی، چې په سیمه ییز سیاست کې له نوې سټراټېژۍ سره فعاله ونډه واخلي.
د طالبانو او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ تازه ټلېفوني اړیکه او هند ته د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر تګ د دغه مستقیمو اړیکو نوی فصل ګڼل کېږي.
صدر ابراهیم د پاکستان ضد او ایران ته نږدې څېره بلل شوې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هغه د مئ میاشتې په لومړیو کې ډیلي ته یو پټ سفر کړی او هلته یې له هندي چارواکو سره د سیمې د امنیت په تړاو ناسته کړې ده.
یاد سفر اسلام اباد ته د یوه «ګونګ او پټ پېغام» رسولو هڅه بلل شوې ده.
نوي ډیلي سره د هغه نږدېوالی د اسلام اباد لپاره یو جدي خبرداری ګڼل شوی، ځکه هغه ملا هبتالله ته له نږدې کسانو او په طالبانو کې د ځانګړي نفوذ څښتن بلل کېږي.
انډیا ډاټ کام ویلي، د افغانستان په تړاو د هند تازه تګلاره د ارمانونو پر ځای په واقعیتونو ولاړه او پخوا یې هم په افغانستان کې د ولسواکۍ پراختیا، ښځو حقونو او په ځینو ودانیزو پروژو کې ونډه اخیستې ده.
راپور کې زیاته شوې، چې هند د دغه نوي تعامل پر بنسټ غواړي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد ونه کارول شي او هلته خپلې ګټې خوندي کړي.
له بلې خوا طالبان هم د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي. له ډیلي سره د طالبانو اړیکې د دغه ډلې د باور ډېریدو او نړۍوال اعتبار ترلاسه کیدو لپاره هم مهمې بلل شوي دي.
همدا راز ویل شوي، سره له دې چې چین په افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه پراخ کړي، خو افغانان د بېجینګ په نیت شکونه لري.
په پای کې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې د شته ناورینو د راکمولو لپاره ګټور بلل شوي.
اخوا بیا د افغانستان د مخکني جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان دغو اړیکو ته په اشارې ویلي، چې هند د پخواني حکومت د پرځېدو پر مهال افغانانو ته شاه کړه.
هغې نیوکه کړې د هند په اړیکو کې عام افغانان هېڅ ځای نه لري.