پوتین: د روسیې او عرب هېوادونو سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه جوړه شي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۷

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې او عربو هیوادونو ترمنځ لومړۍ سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه (د اکتوبر ۱۵مه) جوړه شي. د منځني ختیځ کړکېچونه، اقتصادي همکارۍ او نړیوال بدلونونه به د دې ناستې مهم بحثونه وي.

پوتین د سیمې د کړکېچونو د حل په برخه کې د عربو هېوادونو رول ته په اشارې وویل: «روسیه د منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره د عربو هېوادونو سیاسي او ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.»

هغه دا هم وویل چې د سیمې د لانجمنو مسایلو حل باید د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په درناوي سره وشي.

که دا ناسته ترسره شي، نو دا به د روسیې او عربو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه لومړۍ رسمي سرمشریزه وي.

نور خبرونه

رادیو