د مخکني جمهوري حکومت د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، چې هندوستان د مخکني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته له افغانانو څخه په سختو شرایطو کې مخ واړولو او دا یې د اړیکو نوی باب پرانیست.
هغې پر اېکس پاڼه دغه څرګندونې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د ټلېفوني اړیکې په غبرګون کې کړې دي.
د هند او طالبانو دغې نوې ټلیفوني اړیکې ته د افغانستان یو شمېر نورو څېرو او بنسټونو غبرګون ښودلی او دا یې له افغانانو سره جفا یاده کړې.