پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د شهباز شریف تر وړاندیز وروسته له حکومت سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.
جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، عمران خان د ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان ته چې د دوشنبې په ورځ په اډیاله زندان کې د هغه د لیدو لپاره ورغلی و؛ د خبرو اترو اجازه ورکړې ده.
په راپور کې راغلي، عمران خان ټینګار کړی، چې دغه خبرې اترې دې له رسنیو لرې ترسره شي.
د تحریک انصاف چارواکي بیا وايي، چې ګوند به یې اوس په رسمي توګه له حکومت سره د خبرو اترو مخته وړلو لپاره په اړیکه کې اوسي.
راپور کې راغلي، د عمران خان ګوند په دې باور دی، چې د خبرو اترو پخوانۍ هڅې د رسنیو د څارنې له امله ناکامې شوې.
جیونیوز وایي، چې د پي ټي ای مشر بیرسټر ګوهر علي خان ورته د دغې خبرې پخلی کړی، چې هغه د لومړي وزیر شهباز شریف وړاندیز عمران خان ته رسولی دی؛ خو هغه په دې اړه له لا ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.
د خبرو اترو دغه پرمختګ د پاکستان ملي شورا ته د شهباز شریف له وروستۍ وینا وروسته شوی دی.
په دغه وینا کې ښاغلي شریف تحریک انصاف ګوند ته بلنه ورکړې وه، چې په ملي ډیالوګ کې برخه واخلي.
په تحریک انصاف ګوند کې ځینو سرچینو جیونیوز ته ویلي، عمران خان غواړي چې خبرې اترې د پوځي ادارو په ملاتړ ترسره شي.
خو دغه پرمختګ د هند او پاکستان ترمنځ له وروستۍ شخړې وروسته په پاکستان کې د سیاسي پخلاینې لپاره د مخ په زیاتېدونکو غوښتنو له امله راغلی دی.