د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، نړیوال بانک د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې سعودي عربستان او قطر د سوریې پاتې پورونه، چې شاوخوا ۱۵.۵ میلیون ډالر وو، ادا کړي دي.
دا اقدام به نړیوال بانک ته زمینه برابره کړي، څو له اوږدې وقفې وروسته په سوریه کې خپل پراختیایي فعالیتونه بېرته پیل کړي.
نړیوال بانک په خپله اعلامیه کې ویلي: «له څو کلونو جګړو وروسته، سوریه د بیا رغونې او پراختیا په لور روانه ده.» د دې بانک لومړنۍ پروژه به د نوي سوریایي حکومت سره په همکارۍ، پر دې تمرکز وکړي چې څنګه خلکو ته اسانه برېښنایي خدمات برابر کړي.