د اسټرالیا فدرالي محکمې درې قاضیانو د سېډني په ښار کې د ابتدایي محکمې هغه پرېکړه تایید کړه چې له مخې یې د دغه هېواد باتجربه پخوانی سرتېری رابرتز اسمېت، د څلورو افغانانو د وژلو په تور د جګړهییزو جنایتونو مرتکب بلل شوی و.
رابرتز اسمېت، چې د اسټرالیا تر ټولو ویاړلی پخوانی سرتېری ګڼل کېږي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغان ملکي وګړو د وژنې په تور مجرم پېژندل شوی و.
دغه سرتېري د محکمې د پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه کړې وه، کومې چې نوموړی د څلورو افغان ملکي کسانو په وژنه کې مجرم بللی و. خو بن رابرتز اسمېت استینافي محکمه وبایلله او د اسټرالیا فدرالي محکمې درې قاضیانو په سېډني کې د ابتدایي محکمې وروستۍ پرېکړه تایید کړه.