د طالبانو په حکومت کې مشهوره استخبارتي څېره ډاکټر بشیر چې وخت ناوخت د طالبانو ترمنځ په جنجالي څېره بدل شوی دی او تازه نا تایید شوي راپورونه وايي، چې نوموړی د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله په امر له دندې ګوښه شوی خو دا خبر لا کره نه دی.
هغه ته د طالبانو د استخباراتو په لوی ریاست کې د جاسوسۍ ضد ریاست مشري ور ترغاړې وه.
نوموړی تر دې دندې مخکې د ننګرهار د استخباراتو رییس و او پرې تورونه دي، چې د داعش په نوم یې د «سلفیانو» مشران وژل.
د مخکني جمهوري حکومت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا وايي، چې د سلفیانو د وژل کیدو دغه لړۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د «دوحې تړون» یوه برخه وه.
د ښاغلي اندړ په خبره، نوموړي دغه وژنې د طالب مشرانو په لارښوونو کولې او اوس یې له دې کبله له دندې ګوښه کړی، چې ګوندې دا چاره د ډاکټر بشیر شخصي کړنه وبولي او مسوولیت یې یوازې د هغه پر غاړه واچوي.
هغه زیاتوي: «ډاکټر بشیر په ډیر ویاړ اهل حدیث علما د داعش په نامه په مرموز ډول ووژل.»
ډاکټر بشیر څوک دی؟
ډاکټر بشیر اصلآ د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه د دیني زده کړو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي څخه هم د فراغت سند لري.
نوموړي د طالبانو په لیکو کې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د داعش خلاف په کوټ، اچین او پچیراګام ولسوالیو کې جګړې هم کړې دي.
پر نوموړي همدا راز تورونه دي، چې د طالبانو په واکمن کیدو سره یې په ننګرهار کې د استخباراتو رییس په توګه د دندې پر مهال خپل ځینې کلیوال د شخصي تربګنیو له کبله ځورولي او وژلي دي.
د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ویلي، چې نوموړی د طالبانو د عمومي مشر ملا عبدالحق وثیق ته له خورا نږدې کسانو څخه یو دی.
د امرالله صالح په مشرۍ یاد خوځښت ادعا کړې، چې ډاکټر بشیر په ننګرهار کې د القاعده شبکې د ځینو غړو ملاتړ او ساتنه هم کړې ده.
د پاکستان ضد دریځ
ډاکټر بشیر د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې چې د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ لومړنۍ میاشتې وې له پاکستاني پوله ساتو سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه په څو ځله مخامخ لفظي شخړې وکړې چې خبره تر ټوپک لا ورسیده خو له پسه پرې امر وشو، چې له دغه کاره تیر شي.
نوموړی هغه مهال د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته تللی و او پاکستاني پوځیانو ته یې ګواښ کړی و، چې په سیمه کې نوې پوسته جوړې نه کړي.
د طالبانو د پلویانو له لوري په خواله رسنیو کې په خپره شوې یوه ویډیو کې هغه پاکستاني عسکرو ته وایي: «دلته به نه راځئ، پوسته به نه جوړئ، ګوره زه ستاسو جنګ ته دومره خوشالېږم لکه یهودو سره چې جنګ کوم.»
د هغه دا څرګندونې د طالبانو له لوري د «الله اکبر» په غږونو بدرګه شوې. هغه په وار وار د پاکستان ضد څرګندونې کړي او له یاد هېواد سره یې هر ډول جګړې ته چمتووالی ښودلی و.
د ننګرهار کانال له وینو ډکې اوبه
په سیمه کې باوري سرچینې وايي، په ننګرهار کې د ډاکټر بشیر د دندې پر مهال هره ورځ د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د ننګرهار کانال په اوبو کې د ناپېژانده کسانو جسدونه موندل کیدل. ان ځینې جسدونه به د ننګرهار کانال د باغونو په ونو کې د «دار په ډول ځړول» شوي وو.
د بي بي سي انګریزي څانګې موندنو ښودلې چې د دغو ځینو جسدونو په جیبونو کې به لیکونه هم اچول شوي او په کې به لیکل شوي وو، چې د «داعش سره د اړیکو» په تور د وژل کیدونکو کسانو انجام به دغه ډول وي.
د راپورونو له مخې په دغو ناپېژانده جسدونو کې ډېری هغه یې د «سلفي» دیني عالمانو وو چې د «داعش په نامه» وژل شوي وو.
د مخکني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاه خېل څه موده وړاندې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په خبرو کې ویلي و، چې د «سلفي مذهب» پېروي کول هېڅکله د داعش سره د اړیکو په معنا نه ده.
د ډاکټر بشیر او طالبانو د سختو تګلارو له کبله د سلفي دیني عالمانو مدرسې هم تر بل هر وخته محدودې شوې.
د دغه مذهب پیروانو په جلال اباد ښار کې خپل تبلیغاتي فعالیتونه هم بند کړل او ان د دغه مذهب یو شمېر ملاتړ کوونکو پښتونخوا ته کډې بار کړې.