د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) اندېښنه ښودلې، چې د امریکا له لوري د مرستو بندیدو له کبله دوی په افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی.
انډرو سابرټون چې د یاد سازمان مرستیال اجرایي مشر دی له کابل، بامیانو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روغتیايي مرکزونو تر لیدنې وروسته په نیویارک کې خبریالانو ته خبرداری ورکړ چې د دوې بودجې کمښت پایلې به خورا «ورانوونکې» وي.
هغه وویل: «ما د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د سترې بودجې د کمښت ویجاړوونکي اغېزې له نږدې ولیدې. دا یو داسې انساني ناورین دی، چې کېدای شي له نړۍوالو رسنیو پټ پاتې وي، خو لا هم د نړۍ له تر ټولو ستر بشري کړکېچونو څخه ګڼل کېږي.»
په دې سفر کې سابرتون له داسې مېرمنو سره مخ شوی، چې له خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو سره یې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره یې ساعتونه ساعتونه په پښو مزل کړی و. همداراز، نوموړي له هغو روغتیایي کارکوونکو سره هم کتلي، چې له سختو ننګوونو سره سره د طالبانو تر واک لاندې په لرې پرتو سیمو کې فعالیتونه کوي.
د بودجې قطع کېدل
د امریکا متحده ایالتونو ویلي، چې له (UNFPA) سره به خپلې «۳۳۰ میلیونه ډالري» مرستې ودروي، چې له دې ډلې ۱۰۲ میلیونه ډالر په مستقیمه توګه افغانستان کې د دې ادارې فعالیتونه اغېزمن کړي او له کبله یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی محدود شوی دی.
یاد سازمان وايي، د دې مرستو ډېره برخه د کورنۍ روغتیايي خدمتونو او ګرځنده طبي ټیمونو لپاره ځانګړې شوې وه.
دغه خدمتونو د میندو د مړینې کچې د مخنېوي په برخه کې خورا مهم بلل شوي، ځکه په لرې پرتو سیمو کې دا کچه خورا لوړه ده.
د دغو مرستو رول د رواني مرستو او ټولنیزو خدمتونو په برابرولو کې هم مهم بلل شوی.
سابرټون وایي، نږدې ۶.۹ میلیونه افغان ښځې او ماشومان به د دې بودیجې د کمښت له امله زیان وويني. که د مرستو یاد بندیز دوام وکړي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق به اوس مهال له تمویلیدونکو «۹۰۰ روغتیایي مرکزونو» شمېر «۴۰۰» ته راټیټ کړي.
سره له دې چې د بودجې کمښت یوه لویه ننګونه بلل کېږي، خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه نه دروي او خپلو خدمتونو ته به دوام ورکړي.
سابرټون زیاته کړه: «موږ هلته پاتې کېږو، تر څو خلکو ته خدمت وکړو، خو له مرستې پرته نشو کولی خپل غبرګون ته دوام ورکړو. موږ سملاسي ملاتړ ته اړتیا لرو، څو دا خدمتونه روان وساتو او د افغان ښځو، میندو او ماشومانو درناوی، روغتیا او ژوند وساتو.»
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان لا هم له بېلابېلو کړکېچونو لکه بېوزلۍ، خوارځواکۍ، د ښځو پر حقونو سختو بندیزونو او د روغتیايي نظام له نړېدو سره مخ دی.
تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او طالبان د دغه ناورین د مخنېوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.