د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون رویټرز ته ویلي، چې که مسکو د اوربند په اړه هوکړه ونه کړي، نو په راتلونکو ورځو کې به پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.
هغه مالي خدمتونه، تیل او ګاز د بندیزونو د احتمالي موخو په توګه یاد کړي.
د رویټرز خبرې اژانس د راپور له مخې، مکرون زیاته کړې: «مونږ په دې برخه کې همغږي یو، که چیرې مسکو د اوربند له پلي کولو څخه انکار وکړي، نو په راتلونکو ورځو کې به د روسیې پر وړاندې نوي بندیزونه ولګوو.»
د مکرون دا څرګندونې د جرمني د لومړي وزیر فریدریش میرز د هغه څرګندونو سره سمون خوري، چې ویلي یې وو: «که چیرې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوربند سره هوکړه ونه کړي، اروپایي ټولنې متحدان به په روسیه باندې د پام وړ بندیزونه سخت کړي.»