د اسراییل پوځ: د حوثیانو له‌خوا توغول شوی توغندی مو شنډ کړی

۸ ساعتونه مخکې

د اسراییل پوځ وایي، چې تېر ماښام ناوخته یې له یمن څخه د دغه هېواد پر لور د حوثيانو توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.

د رویټر د راپور له مخې، د یمن حوثیانو، چې ویل کیږي د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په راپور کې راغلي، چې د توغندي د توغولو پر وخت د اسراییل په ډیری سیمو کې د سایرن غږونه هم اورېدل شوي دي.

بلخوا د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سریع د دغه برید په منلو سره ویلي، چې دوی تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون په هوايي ډګر یو هایپرسونیک بالستیک توغندی توغولی دی.

نور خبرونه

رادیو