د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشارع سره وکتل.
الجزیرې تلویزون راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ په ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل. دا غونډه د سوریې په وړاندې د بندیزونو د کمولو په اړه د هغه د پریکړې له اعلان وروسته ترسره کیږي.