د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان وایي، چې د وایفای انټرنېټي خدماتو بندېدل به د رسنیو کاري چاپېریال ته جدي ستونزې جوړې او ښایي ګڼ شمېر خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ کړي.
د کندهار یوه ځایي خبریال چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي: «د وایفای بندیز پر خبریالانو ډېر ناوړه اغېز کړی. که چېرې انټرنېټ نهوي، د خبریال لپاره کاري شرایط سختېږي. زه باور لرم، چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه خبریالان به خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
نوموړی زیاتوي، چې د خصوصي ټېلفوني او انټرنېټي شبکو بیې لوړې دي او ډېر خبریالان یې د اخیستو وس نهلري. نوموړي زیاته کړه: «پخوا به مو نوري فایبر ته د میاشتې ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ افغانۍ ورکولې؛ خو اوس باید د نورو شبکو لپاره شاوخوا ۴۰۰۰ یا ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړو، چې دا د ډېرو خبریالانو له وسه پورته ده.»
د لګښتونو لوړېدل او کاري محدودیتونه
د ننګرهار یو ځايي خبریال عبدالخالق (مستعار نوم)، هم ورته اندېښنه لري. نوموړی وايي: «موږ هره ورځ د راپور ورکولو، مرکې اخیستو او محتوا خپرولو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لرو. د نوري فایبر بندېدل زموږ پر کار مستقیم اغېز کوي، ځکه نه یوازې یې سرعت لوړ و؛ بلکې بیه یې هم بده نه وه.»
د اطلاعاتو لاسرسی او خبریالۍ ته ګواښ
ورتهمهال، په کابل کې یوه خپلواکه خبریاله فرشته محمدي (مستعار نوم) وايي، چې د انټرنېټ محدودیتونه نه یوازې تخنیکي ستونزې رامنځته کوي؛ بلکې د بیان ازادۍ ته هم ګواښ پېښوي. د هغې په وینا، اوسنۍ انلاین رسنۍ له چټک انټرنېټ پرته نه شي چلېدای او د شخصي مخابراني شبکو انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي.
مېرمن محمدي وویل: «که خبریال یا خبریاله انټرنېټ ونهلري، نهشي کولای چې راپور ورکړي، نه له سرچینو سره تماس ونیسي او نه هم خپل تولیدات خپاره کړي.»
په هېواد کې د وای فای انټرنېټ بندېدو نه یوازې د خبریالانو؛ بلکې پر انلاین کاروباریانو هم ناوړه اغېز کړی. د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بانکي سیسټم له جدي خنډونو سره مخ شوی دی. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې د بانکي خدمتونو له ګډوډۍ وروسته په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا ویلي چې بانکونه دې د انټرنېټ له بندېدو معاف شي.
طالبانو د دغې ډلې مشر ملا هبتالله په امر دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې انټرنېټي خدمتونه بند کړل. د هبتالله لهخوا په دفترونو او کورونو کې د انټرنېټ د پرېکېدو له پرېکړې سره سم، څو ورځې وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزارت په مشرۍ یو پلاوی چې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي پهکې شامل وو، کندهار ته لاړ چې د طالبانو له مشر سره د انټرنېټ د پرېکېدو د پایلو په اړه خبرې وکړي.
د دغه ستونزې د حل لپاره د مخابراتي شرکتونو او طالبانو ترمنځ خبرو اترو هم پایله نه ده ورکړې. سرچینو راپور ورکړی، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت کې د خصوصي شرکتونو استازو په یوه غونډه کې د یاد وزارت چارواکو اعلان وکړ، چې د ګرځنده انټرنېټ سرعت به هم کم او تر ۲ جيبي محدود شي.
بلخوا، د طالبانو د مخابراتو وزارت ویلي، هر شرکت چې وایفای انټرنېټ ته اړتیا لري، باید رسمي غوښتنلیک ورکړي او د استخباراتو له تایید او د وزارت له مراحلو تېر شي؛ نو بیا د انټرنېټ اجازه ترلاسه کولای شي.
د «نېټ بلاکس» وېبسایټ چې د انټرنېټ محدودیتونه څاري، هم د افغانستان د انټرنېټ ستونزه تایید کړې ده. طالبانو په کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بېسیم انټرنېټ (وایفای) کارول بند کړي دي. له دغه انټرنېټ نه په کورونو، ادارو او شرکتونو کې کار اخیستل کېده.