طالبانو په نورستان کې ۹زره کیلو ګرامه ګران بیه ډبرې پلورلې دي

۱۵ دقيقې مخکې

د نورستان لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ځايي مسوولینو ویلي، چې د دواب ولسوالۍ له ماوې کان څخه ترلاسه شوې ۹زره کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلې دي.

په نورستان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید الرحیم عمير ویلي، چې د دغه ګران بیه ډبرو ارزښت له ۹۵ مېلیونه افغانیو څخه اوړي. هغه زیاته کړې، چې په دغه ګران بیه ډبرو کې بیروج، کنزېټ، مارګنېټ او بلور شامل دي.

نور خبرونه

رادیو