په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د انټرنېټ بندېدو وروستي اقدام زرګونه زدهکوونکې په انلاین ټولګیو کې له ګډون نه محرومه کړې. یوې زدهکوونکې افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې ویلي، چې طالبانو د انټرنېټ په بندېدو سره د نجونو پر مخ د انلاین ښوونځیو دروازې هم وتړلې.
د انلاین ښوونځي یوه مسوول هم راپور ورکړی، چې د افغانستان لسګونه ښوونکې او زدهکوونکې په انلاین ټولګیو کې له ګډون نه محرومې شوې.
له شپږم ټولګي د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته، په زرګونه کسانو انلاین ښوونځیو او پوهنتونونو ته مخه کړې ده.
یوې زدهکوونکې وویل، چې هغې د سېشنبې تر شپې پورې هڅه وکړه چې د انلاین ښوونځي څخه خپل درسي مواد ډاونلوډ کړي؛ خو د انټرنېټ خورا ورو سرعت له امله یې ونه شو کولای دا کار وکړي.
هغې وویل، چې طالبان د انټرنېټ په پرې کېدو سره د افغان نجونو د زدهکړو وروستۍ هیله هم واخیسته.
طالبانو تازه په کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې بېسیم انټرنېټ بند کړی دی.
سرچینو ویلي، دا د طالبانو د پراخې پرېکړې یوه برخه ده چې غواړي د انټرنېټ کارونه په نورو ولایتونو کې هم محدود کړي.
د یوه انلاین ښوونځي مسوول حضرت وهریز د سېشنبې په ورځ په فېسبوک کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د انټرنېټ نشتوالي د زدهکوونکو د درسونو مخه ډب کړې ده.
ده لیکلي: «یوازې نن لسګونه زدهکوونکي، زدهکړیالان او ښوونکي چې زه یې پېژنم، لږ تر لږه د افغانستان له درېیو ولایتونو او په ځانګړي ډول له کندهاره، خپلو انلاین درسونو ته حاضر نهشول.»
د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانۍ ویاندې نوریه نزهت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «انټرنېټ یوازینۍ وسیله ده، چې افغان نجونې یې د زدهکړو د دوام لپاره کاروي.»
هغې زیاته کړې، چې د انټرنېټ پرې کېدل تر ټولو لومړی د هغو نجونو زدهکړې زیانمنوي چې له ښوونځي او پوهنتونونو محرومې دي.
طالبانو له واک ته تر ستنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو لهمخې؛ نږدې درې مېلیونه نجونې د طالبانو د بندیزونو له امله له زدهکړو بېبرخې شوې دي.