د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتراوچا ویلي، چې په افغانستان کې یې د بشري عملیاتو بودجه په پراخه کچه راکمه کړې ده. د دغه بدلون له امله له ۴۰۱ ولسوالیو یوازې ۱۴۵ولسوالۍ د مرستو د وېش د لومړیتوب ساحې ګڼل شوې دي.
اوچاویلي، هڅې اوس یوازې د هغو ۱۲،۵میلیونه وګړو پر ملاتړ متمرکزې دي چې تر ټولو سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.
دغه اداره وايي، د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۱،۶۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د ۲۰۲۵کال لپاره ټولیزه اړتیا ۲،۴۲ میلیارده ډالر اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې مرستې په ځانګړي ډول د امریکا له لوري کمې شوې او له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړلو بشري وضعیت ناورین نور هم ژور کړی دی.