د ایران حکومت د خان یونس په جبالیه سیمه کې د فلسطیني کډوالو پر لنډمهاله سرپناوو د اسراییل بمبارۍ په کلکه غندلي دي.
ایران د اسراییل دغه چاره له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «ایران، په خان یونس کې د فلسطیني کډوالو پر سرپناوو او خیمو د اسراییل وحشیانه بریدونه په کلکه غندي، چې په پایله کې یې لسګونه بې ګناه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي، چې ډیری ماشومان هم په کې شامل دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، د اسراییل لهخوا په فلسطین کې د بشري حقونو او بشري قانون پراخه او بې ساري سرغړونې «د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو او قواعدو ښکاره سرغړونه» وبلله.