تازه خبرداری؛ طالبان وایي، د خواله رسنیو هغه کاروونکي څاري چې د دوی ضد څرګندونې کوي

۳۹ دقيقې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي، خواله رسنیو کې ټولې هغه پاڼې څاري چې د دوی د «عقیدې ضد او غیر اخلاقي» فعالیتونه کوي.

دوشنبه د (غويي ۲۲مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د یاد وزارت د ویاند سېف الاسلام یوه غږیزه خبرتیا خپره کړه، چې پکې یې د خواله رسنیو پر کاروونکو تازه محدودیتونه لګولي دي. نوموړی وایي، د خلکو د دیني هیلو د پوره کولو له مخې هېڅ فرد او بنسټ ته دا اجازه نشته چې خواله رسنۍ د خپلو ناسمو او «غیر اخلاقي» موخو لپاره وکاروي.

هغه زیاتوي: «ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو خپرولو، دیني عصري علومو د ترویج، د مسلمان امت د یووالي او یو بل درناوي لپاره وکارول شي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت ګواښ کړی، چې دوی ټول هغه کسان څاري چې د دغې ډلې پر ضد څرګندونې کوي او ټولنیز روان تخریبوي.

سېف الاسلام خیبر وویل: «ټولو ته یادونه کوو، چې د ټولنیزو رسنیو هر ډول غیر مشروع او غیر اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی.»

طالبانو تر دې دمخه هم د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي. په افغانستان کې خلک نه شي کولای، چې په ازادانه توګه په خواله رسنیو کې سیاسي نظریات څرګند کړي او یا هم په عامه ناستو کې د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړي.

د دغه ډلې استخباراتو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د خواله رسنیو هغه کاروونکي بندیان کړي او شکنجه کړي، چې د دوی پر ضد یې فعالیتونه کړي دي.

له دې سربېره طالبانو پر رسنیو او خبریالانو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو له کبله په کابل او ولایتونو کې د رسنیو سیاسي خپرونې لومړی د طالبانو له لوري څارل کېږي او بیا په سانسور ډول خپرېږي.

یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

نور خبرونه

رادیو