طالبانو له ملګرو ملتونو د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مرسته غوښتې

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو روغتیا نړۍوال سازمان استازي ایډوین سینیزا سلاوډر څخه غوښتنې کړې، چې د روغتیا په برخه کې ورسره ځانګړې همکاري وکړي.

د (غویي ۲۲مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ناستې پر مهال د روغتیایي سېسټم پر پیاوړتیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د پولیو وایرس مخنېوي او روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د سرطاني ناروغیو د روغتون پر جوړېدو خبرې شوې دي.

جلالي له یاد سازمان څخه د سرطاني ناروغیو د روغتون لپاره د تجهیزاتو او د انتاني ناروغیو د روغتونونو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو روغتیا وزیر د روغتیایي سېسټم پر کېفیت او ښه والي هم ټینګار کړی دی.

یاده ډله داسې مهال له ملګرو ملتونو څخه د روغتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان لا وار دمخه د افغانستان د روغتیايي سکټور په تړاو جدي اندېښنې ښوولې دي.

یاد سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي‌ و، چې د امریکا پراختیایي مرستو له کبله په هېواد کې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او په دې برخه کې بودجه هم د پام وړ را کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي و، چې طالبان د افغانستان د روغتیايي سېسټم د چلولو لپاره هېڅ ډول تګلاره،‌ کافي بودجه او هوډ نه لري چې له کبله یې ناروغان له ګڼو ننګوونو سره مخ دي.

همدا راز وېره ښوول شوې وه، چې د افغانستان روغتیایي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او که لازم اقدامات ونشي؛ نو دا ناورین به لا پراخ شي.

نور خبرونه

رادیو