د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره ولیدل.
سرچینو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په کابل کې په خپله لومړۍ رسمي لېدنه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل.
هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی.
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ټاکل شوې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۰مه د چین او پاکستان د استازو او د طالبانو د چارواکو په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
سرچینو د« افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د کابل درې اړخیزه غونډه» په اړه ویلي، چې تمه کیږي په دې ناسته کې به د سیمه ییزو مسلو، سوداګرۍ، ډیپلوماتیکو همکاریو او امنیتي مسلو په اړه بحث وشي.
که څه هم هیڅ یوې خوا په رسمي ډول د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو د محمد صادق سفر او د چینایي استازي سره د هغه لیدنه د دې غونډې لپاره د چمتووالي نښه ګڼل کیږي.
پاکستان او چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلي؛ خو د طالبانو په وړاندې د دواړو هیوادونو چلندونه بېل دي.
په تیرو څلورو کلونو کې چین، د پاکستان برعکس له طالبانو سره ډیر باثباته او نږدې اړیکې درلودلي، د طالبانو سفیر یې ومانه او د افغانستان له واکمنانو سره یې فعالې ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي دي.
برعکس پاکستان، چې تمه کېده واک ته له رسېدو وروسته به له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري، په دوامداره توګه یې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ او پناه ورکولو تورنه کړې ده.
هغه ادعا، چې طالبانو په وار وار رد کړې ده.