طالبانو له ترکمن چارواکي سره پر سوداګرۍ او د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې وکړې

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو هرات والي شیخ مولوي اسلام‌جار د ترکمنستان د ماري ولایت له والي بگنچ مراد ارازوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراخولو، د تورغنډۍ بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د اسانتیا او د ټاپي په شمول د ګډو اقتصادي پروژو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار کړی.

د باختر اژانس د راپور له مخې، دا لیدنه هرات ته د دغه پلاوي د سفر په ترڅ کې ترسره شوې، چې دولتي چارواکو او د خصوصي سکتور یو شمېر استازو هم پکې ګډون درلود.

اسلام‌جار د انرژۍ، ترانسپورت او د مرمرو ډبرو د صادراتو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د طالبانو له اړخه چمتووالی ښودلی.

د ترکمنستان د ماري ولایت والي هم د هرات له لوري د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې هېواد به یې د ترانزیت او سوداګرۍ په برخو کې له افغانستان سره لا ډېره همکاري کوي.

یاده لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې د هرات والي په مشرۍ یوه پلاوي د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترکمنستان ته سفر کړی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (پنجشنبه د غویي ۱۷مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره د ویډيو کنفرانس له لارې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې، د دوه اړخېزو اړیکو پر پياوړتیا او د ګډو اقتصادي پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې.

طالبانو ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو ژمنه هم کړې.

طالبانو تېر کال د ټاپي پروژې د پرانیست غونډې پر مهال ویلي و، چې دا پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي اتصال په برخه کې ډېره ګټوره ده او د افغانستان په خاوره کې یې چارې پیل شوې.

نور خبرونه

رادیو