د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر ټیلیفون د سیمې په امنیتي وضعیت خبرې وکړې

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترکې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره د ټيلیفون له لارې د هند او پاکستان پر کړکېچ خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي ، هاکان فیدان د هند له لوري پر پاکستان برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې، او د سیمه ییز امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه یې خپله اندیښنه څرګنده کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا، هاکان فیدان له پاکستان سره د ترکیې هېواد پیوستون څرګند کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د بدلیدونکي وضعیت په اړه به له نږدې همغږۍ کې پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو