هندي رسنۍ انډین اېکسپرېس راپور ورکړی، چې له پهلګام برید دوه اوونۍ وروسته هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د «ترهګرو» نهه مرکزونه په نښه کړل.
د هند دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي: «زموږ اقدامات متمرکز دي. د پاکستان هیڅ پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.»
د دغه وزارت په بیان کې راغلي: «دغه بریدونه د پهلګام ترهګریز برید په ځواب کې اخیستل شوي، چې په کې ۲۵ هنديان او یو نیپالي وګړی وژل شوی و. موږ د پهلګام برید عاملینو څخه غچ اخیستنې ته ژمن یو.»
رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په مظفر اباد کې د څو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د مظفر اباد اوسېدونکو هم د جېټ الوتکو د الوتنې غږونه اورېدلي دي.
دوی وایي، چې مظفر اباد ته نږدې په یوه کلیواله سیمه کې یوه ودانۍ چې یو وخت د لشکر طیبې ځای و؛ په دغه بریدونو کې به په نښه شوی وي.
خو هند د پاکستان د پنجاب ایالت په بهاولپور هم برید کړی، چې د جیش محمد سره تړلې یوې دیني مدرسې ودانۍ وه او بل یې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې کوټلی ښار هم په نښه کړی دی.