روبیو: د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت له نږدې څارم

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، هڅه کوي چې د هند او پاکستان له مشرانو سره په تماس کې پاتې شي، ترڅو یو سوله ییز حل ته ورسېږي.
نوموړي همداراز وویل، د هند او پاکستان روان وضعیت له نږدې څاري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، هیله‌من دی چې د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی تاوتریخوالی «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د هند او پاکستان د روان برید په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هغوی له لسیزو راهیسې او که رښتیا ووایو، له پېړیو راهیسې سره په جګړه کې دي. زه یوازې دا هیله لرم چې روان وضعیت ډېر ژر پای ته ورسېږي.»
ټرمپ او روبیو دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شاوخوا درې ساعته مخکې د هند د دفاع وزارت په یوه بیان کې ومنله چې ځواکونو یې د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

نور خبرونه

رادیو