د پاکستان د ځوابي برید وېره؛ کلیوال له زیان منونکو سیمو څخه نورو سیمو ته لېږدول شوي

۱۸ ساعتونه مخکې

د هند اېنډین اېکسپرېس ورځپاڼې د دغه هېواد تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر والي منوج سینها په حواله راپور ورکړی، چې کلیوال له زیان منونکو سیمو څخه نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د ښاغلي سېنها په وینا: «ما د ټولو ولسوالیو مشرانو ته لارښوونه کړې، چې د زیان منونکو سیمو څخه کلیوال خوندي ځایونو ته انتقال کړي او د هغوی د استوګنې، خوړو، درملو او ترانسپورت په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»
دغه تابیاوې وروسته له هغه نیول کېږي، چې د هند پوځ په پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې ځینې سیمې نن سهار وختي په نښه کړې.
ښاغلي سېنها زیاته کړه:« زه په سیمه کې وضعیت له نږدې څارم او حکومت د هر ډول پېښې سره د مبارزې په برخه کې بشپړ چمتوالی لري.»

نور خبرونه

رادیو