د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي، چې هند یو «یاغي» دولت دی او داسي فکر کوي، چې له نړۍوالو او بشري قوانینو، نظم او اصولو څخه مستثنا دی.
هغې زیاته کړې، چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ کال پورې یې د وزیرې په توګه د سیمې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، هند هڅه کوي دا ثابت کړي، چې کولی شي د نړۍوالو قوانیوو ټولې سرې کرښې تېرې کړي او د هېڅ سزا سره مخ نه شي.
هغې لیکلي: «زه پوهېږم چې ټول هېوادونه اوس په داخلي مسایلو کې دومره ښکېل دي چې هېڅوک فکر نه کوي چې دا د پولې هاخوا چلند لپاره نوی معیار دی. هېڅ غلطي مه کوئ.»
کهر زياته کړې، چې پاکستان لا هم د نړۍوال قانون، نظم، د ملګروملتونو په منشور او د امنیت شورا په پرېکړو باور لري او د سختو پارونو پر مهال يې زغم او مسولانه چلند کړی دی.
د هغې په خبره، چې د هند د تېري پر مهال د پاکستان زغم د سيمې د سولې او عادي حالت ساتلو لپاره دی او دا د کمزورتیا په مانا نه دی.
کهر زياته کړې: «دا د کیسو جګړه نه ده، دا د قانون منونکو هېوادونو جګړه ده، چې د ملګرو ملتونو په منشور باور لري، د یو داسي بدماش هېواد په وړاندې چې فکر کوي هغه څه کولی شي، چې غواړي يې.»