د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې د لوړپوړو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په سهار هندي ځواکونو په پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د «ترهګرو» پر مرکزونو د بریدونو کې له ۸۰ ډېر «ترهګر» وژلي دي.
د راپور له مخې، په دغه بریدونو کې د جیش محمد، لشکر طیبه او حزب المجاهدین ډلو پورې تړلي نهه د ترهګرو مرکزونه په نښه شوي دي.
د لوړ پوړو چارواکو په وینا؛ له دغو بریدونو دوه لوی بریدونه په بهاولپور او مریدکي کې د جیش محمد په مرکز شوي دي، چې پکې شاوخوا ۵۰ ترهګر وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، د بریدونو پرمهال په مریدکي کې یو جومات چې د لشکر طیبه مرکز و؛ په نښه شوی دی.
هاخوا د هند استخباراتي ادارې په نورو بریدونو کې هم د تلفاتو شمېر تاییدوي.
راپور زیاتوي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې په ټولیزه توګه د ۸۰ او ۹۰ تر منځ «ترهګر» له منځه وړل شوي دي.
خو پاکستان بیا وایي، چې په دغه بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون اته ولسي وګړي وژل شوي دي.
راپور وړاندې کاږي، چې له دغه بریدونو وروسته پاکستاني ځواکونو د جمو او کشمیر پولې په اوږدو کې درنې ډزې پیل کړې.
هندي چارواکو بیا ویلي، چې په دغه ډزو کې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.