پر پاکستان د هند تر برید وروسته د قطر هوایي شرکت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د هوايي حریم د بندېدو له کبله یې دغه هېواد ته د موقت وخت لپاره الوتنې ځنډولې دي.
د قطر هوایي شرکت زياته کړې، چې د وضعت تر عادي کېدو پوري به پاکستان ته هېڅ الوتنه ترسره نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې پاکستان له خپلو هوایي ډګرونو ټولې الوتنې ځنډولي دي.
له دې سره، د هند اسپایس جېټ شرکت هم اعلان وکړ، چې د روان وضعیت له امله د هند په ځینو برخو کې یې الوتنې ځنډولې دي.
د یاد شرکت په خبره، دغه الوتنې ډېری د هند په شمال له هغې جملې دهارمسالا، جمو، سرینګر او امرېتسر ښارونو کې ځنډېدلې دي.