پاکستان: د امنیت شورا په غونډه کې د هند پاروونکو اقداماتو او سیمه‌ییز امنیت په اړه بحث وشو

پرون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دوی په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند د پاروونکو اقداماتو له امله د سیمه‌ییز امنیت د خرابېدو په اړه بحث شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې تړاو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته «د هند او پاکستان پوښتنې» تر عنوان لاندې ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د تاوتریخوالي د زیاتېدونکي ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له دواړه خواوو یې د زغم او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې؛ پاکستان په دغه ناسته کې د هند تورونه بې بنسټه یاد کړل او هغه یې په کلکه رد کړل او دا یې د کشمیر خلکو د خپلواکۍ لپاره د مبارزې د کمزورې کولو لپاره یوه دسیسه یاده کړې ده.
خبرپاڼې دارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د دغه شورا د غړو له‌خوا د خبرو اترو او تاوتریخوالي کمولو وړاندیز هرکلی کړی دی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، د هند او پاکستان مسله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اجنډا یو له پخوانیو موضوعاتو ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه دغه بېړنۍ غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره کړه.

خو تر دغې ناستې وړاندې بیا هندي رسنیو ویلي و، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر له پاکستان او چین پرته د دغه شورا ټولو غړو سره خبرې کړې دي.

له دې سربېره د ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د پاکستان ـ هند ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره اقدامات کړي دي.

نور خبرونه

رادیو