د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د طالبانو له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو له افغانستان څخه د ډار له سفر وروسته د دوه اړخیزو اړیکو پر چټک پرمختګ خوښي څرګنده کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غویي۱۶مه) پر اېکسپاڼه ولیکل، چې دوی په خپلو خبرو کې د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، سیمهییزو اړیکو او سیاسي سلا مشورو د بېرته فعالولو په تړاو پرمختګونه وڅېړل. دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دوامداره اړیکې اړینې دي.
دکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډار متقي ته د هند لهخوا د پاکستان پر وړاندې د وروستیو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې پاکستان د سولې او خپل حاکمیت د ساتنې پر ژمنتیا کلک ولاړ دی.
متقي په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو له امله له ډار څخه مننه کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه ټلیفوني خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله همکارۍ ته د پرمختګ لار هواروي، چې د سیمې او نړۍ په کچه سولې او امنیت ته وده ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د امیرخان متقي او اسحاق ډار د ټلیفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یوه پلاوي په مشرۍ د وري پذ ۳۰مه کابل ته سفر کړی و چې له بېلابېلو طالب چارواکو سره یې پر سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، د خلکو ترمنځ او سیمهییزو اړیکو او سیاسي سلا مشوروخبرې کړې وې.