د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د اختر لومړۍ ورځ له خپلو سرتېرو سره د هند پولې ته نږدې ولمانځله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال منیر د خپلو ځواکونو ستاینه کړې، ځکه چې هغوی د هند له لوري د بېګناه پاکستانیانو د وژنې "غچ اخیستی."
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د لوی اختر په ورځ د کنټرول کرښې (LOC) په اوږدو کې له پوستو د لیدنې پر مهال سرتېرو ته وویل: "تاسو د ماشومانو، مېرمنو او مشرانو په ګډون د بېګناه پاکستاني ملکي وګړو د وژل کېدو مناسب غچ په زړور او مؤثر ځواب سره اخیستی دی."