د پاکستان له هوایي ډګرونو الوتنې لغوه شوې

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان له خپلو هوایي ډګرونو ټولې الوتنې ځنډولي دي.
د دې ترڅنګ، څو شېبې مخکې له پاکستانه د افغانستان انټرنشنل خبریال خبر ورکړ، چې د هند له بریدونو وروسته د کراچۍ په هوایي ډګر کې الوتنې لغوه شوې.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي و، چې په اسلام اباد او لاهور کې هم الوتنې لغوه شوې دي.
د راپورونو پربنسټ، د پاکستان پر هوايي حریم هم ټول پروازونه لغوه شوي دي.
پاکستاني رسنيو ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ اوسمهال د هند د بريد ځواب ورکوي.
د پاکستان د پوځ ویاند اعلان وکړ، چې پر پاکستان د هند د برید له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د دواړو هېوادونو پوځيان د تیار سي په حال کې دي.

نور خبرونه

رادیو