د کابل–جلال‌اباد لاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکړی، چې د کابل–جلال‌اباد لويه لاره پرون ماښام په بشپړ ډول د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

دغه لویه لاره تېره پنجشنبه د تنګي غارو په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه.
د نوموړي په وینا، هاخوا بیا د بدخشان ولايت د فيض اباد-بهارک ولسوالۍ لاره چې تېره جمعه د سختو سېلابونو له امله تړل شوې وه؛ د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو