اروپايي ټولنې له ایران غوښتي چې له روسیې څخه غوښتونکی پوځي ملاتړ ودروي

۵ ساعتونه مخکې

د اروپایي ټولنې د بهرني پالیسۍ مشرې کایا کالاس ویلي، چې د ایران بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې په تیلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي، چې له روسیې څخه غوښتونکی پوځي ملاتړ ودروي.

کایا پر ایکس خواله رسنۍ د ایران اټومي موضوع د ډیپلوماتیک حل او سیمه‌ییزو کړکیچونو د کمولو لپاره د اروپایي ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغې، د اروپايي ټولنې د وګړو د توقیف او په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اروپا اندیښنو ته هم اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د ایران او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو راتلونکی په دې ټولو برخو کې پرمختګ پورې اړه لري.

نور خبرونه

رادیو