د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې د شاوخوا ۱۵ میلیونو او ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت ۳۶۳۲ ټنه د غالیو صادرات کړي دي.
نوموړي پر اېکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې دغه غالۍ یې پاکستان ، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، متحده عربي امارت او سعودي عربستان ته صادر شوې دي.